به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

کمپنۍ پېژندنه او د کمپنۍ شرعي څېړنه

سال

: 2020.09.22

ګروه ها

: اقتصاد

قیمت

: 1000

تعداد صفات

: 62

کد فایل

: 199

مقطع

: لیسانس

 سریزه : الحمدالله وکفي والصلاة والسلام علي عباده الذين الصطفي امابعد: داچې اسلام يوبشپړاوهميشني دين دي دژونددهري برخي لپاره ځانګړي احکام لري ځکه چې دحج الوداع په موقع دبشريت لارښودحضرت محمدصلي الله عليه وسلم خپلوصحابه کرامورضي الله عنهم ته داآيت کريمه اورولي وه چې: اليوم اکملتُ لکم دينکم واتممتُ عليکم نعمتي ورضيتُ لکم الاسلام ديناً)  ترجمه:- ماتاسي ته ددين ټول احکام په پوره ډول ورسول (ترآخره) څرنګه چې ددين احکام په معلوم شميرآيتونواواحاديثوکي څرګندشويدي خوبل پلوته ګوروچې :دژوندانه پيښي اوحوادث بې شميره اونه ختميدونکي دي له هممدې امله مسلمانان دپيغمبر(ص) اودصحابه وو (رض) له وفات څخه وروسته له داسي شرعي پوښتنوسره مخ شول چې ښکاره ځواب يې دوي په قرآنکريم اواحاديثوکي پيدانه کړاي شو. دمسلمانانوله اړتيااوضرورت سره سم يوي ډلي علماوو( رحمهم الله) چې وروسته دمجتهدينوپه نامه سره يادشول اوزياتره مسلمانانويي په پله روان شول دخپلي پوهي ،ځيرکتيا،بصيرت اوتقواپه برکت ددغه څير نويوشرعي پوښتنوته دقرآنکريم اواحاديثودڅيړني وروسته ځواب ووايه چې له پيړيو پيړيو راهيسي يې ترننه پورې مسلمانان ددوي ددغه ستراحسان پوروړي دي . ټولومجتهدينودحده زيات کوششونه کړيدي چې په دوي کي امام محمدصاحب دحنفي فقهي تدوين کړي که چيرته داحنافودفقهي دتدوين په لاره کي دده نه ستړي کيدونکي هلي ځلي نه وي نن به دغه ستره فقه داسي بډايه نه وي لکه څنګه چې وينويي ددوي په وخت کي مسلمانانوداسي شرعي مسئله نه لرله چې دوي يې شرعي حل راايستلي نه وو. داولسمې پيړۍ په سرکي کله چې په لويديځه نړۍ دصنعتي انقلاب لمرڅرک وواهه ورسره نه يواځي په اقتصادي لحاظ دلويديځي نړۍ نقشه بدليدله بلکي نوره نړۍ يې هم له ځانه سره داسي واغږله چې دالويه اوپراخه نړۍ يې ديوه کلي په څيرکړه .خومسلمانان دغه اقتصادي پرمختګ دخپل غفلت اوبي پرواهي له امله نه يواځي دسياسي زعامت له ډګرنه ګوښه کيدوته اړايستل بلکه دوي يې له داسي شرعي مسائلوسره هم مخ کړل چې په هکله يې پخوا نيو فقهاوو (رحمهم الله ) څه نه ووليکلي مسلمانانو دي ته اړتيادرلوده چې بايددفقهاوويوه داسي ټولنه ولري چې ددغونويو پيښوشويوشرعي مسائلو په هکله غور اوڅيړنه وکړي اودمسلمانانوپوښتنوته ځواب ووايي . په اصل کې دهمدغي اړتيا احساس له نن نه لسګونه پيړۍ دمخه صحابه وو(رض )هم کړي ووپه دي هکله دحضرت علي (کرم الله وجهه )يوروايت چې طبراني نقل کړي اوعلامه هيثمي (رح)  هم په مجمع الزوايد کي ذکرکړي په دي حديث شريف کي پيغمبر(صلي الله عليه وسلم ) مسلمانانوته دقيامت ترورځې پورې ددغه رازنويو پوښتنو دحل په هکله يوه لارښوونه کړي ،حضرت علي (کرم الله وجهه ) فرمائي چې ماله رسول الله (ص) څخه پوښتنه وکړه چې که چيرته له تاسي وروسته مونږه له يوي داسي شرعي مسئلي سره مخ شو چې په کي ستاسي امراونهي نه وي په داسي يوحالت کي مونږ ته څه حکم کوي ؟ اومونږه بايدڅه وکړو ؟ پيغمبر(صلي الله عليه  وسلم ) وفرمايل . شــــاروالفــقــهـاء الـــعــابـــــديـــن ولا تــــمــــضـــوفـــيــه بـــــــــرايٍ خـــــــاص فــــــــيــــــه. يعني تاسي پرداسي مهال دځاني رائې اوفتوا په ځاي له عابدوفقهاووسره سلا مشوره وکړي اوپه نتيجه کې يې چې تاسې کومې فيصلې ته ورسيدلي هغه دخداي (جل جلاله ) اودهغه درسول الله (صلي الله عليه وسلم ) حکم وګڼۍ . په دي حديث کي پيغمبر(ص) دنويوشرعي مسائلودحل لپاره له داسي علماووسره دسلا اومشوري امر کړي چې دوه صفتونه ولري . اول :-داچې ددين روغ رمټ اوصحيح فهم به لري ،ددين له مزاج سره به بلدوي اودحدودواوسرحدونو ساتندويان به يي وي . دوهم :-صفت يې دادي چې عابدين به وي په دي معنا چې يواځي په نظري ډول ددين له احکامو څخه خبرنه وي داسي چې په خپل علم عمل نه وي کړي اوهغه ورته له هرڅه ګران نه وي  اونه يې هم دژوند وروستۍ موخه ګرځولي وي بلکي داواړه صفاتوته به يې دعمل جامه وراغوستي وي ځکه چې دين ديوې نظريي نوم نه ،بلکي دعمل نوم دي ،دين هغې بلنې اودعوت ته وايي چې پري له عمل کولوپرته يې صحيح فهم حاصليدل شوني نه دي . ددي ټولوخبروترڅنګ اوس الحمدالله دنړۍ په عامو مسلمانانوکي دا احساس پيداشوي دي چي دنړي په سطحه دسوداګرۍ اواقتصادپه کومومنډو ترړوکي يي چې تردي دمه له نوروخلکوسره اوږه په اوږه برخه اخسته نورځانونه ترينه وژغوري دوي هيله لري چې بايدګوښي اسلامي اقتصادي نظام سره سيالي وکړاي شي بلکي په اقتصادي ډګرونوکي هم په زړه پوري ښي پايلي لاس ته راوړي .   په همدي خاطرماداښه وګڼله چې په يوي داسي موضوع باندي کاروکړم چې په اوسني حالت کي ځيني علماووپري بحث کړي ددي موضوع ګانوله جملي څخه مي دکمپنۍ پيژندنه اودهغي شرعي څيړنه انتخاب کړه دغه موضوع باندي چې ماکارکړي دوه برخي لري په لومړي برخه کي مي کوشش کړي ترڅوکمپنۍ په مکمل ډول سره تشريح کړم دکمپنۍ په هغه برخه مي زيات تمرکز کړي چې په څيړنه کي ضرورت ورته پيښيږي اونوري برخي مي په اجمالي توګه سره بيان کړي چې لومړي برخه يې په څلور فصلونومشتمله ده په لومړي فصل کي مي هڅه کړي ترڅودکمپنۍ مفهوم ،تعريف اودکمپنۍ اقسام بيان کړم په دوهم فصل کي مي دکمپنۍ دجوړيدولاري چاري اومرحلي څيړلي اويوڅه دکمپنۍ اداري جوړښت هم تشريح کړي دي په دريم فصل کي مي دکمپنۍ په پانګې دپانګې په اقسامو اودکمپنۍ په ونډواودهغي په اقساموباندي بحث کړيدي په څلورم فصل کي مي دکمپنۍ دتمويل لاري چاري څيړلي دي اوپه آخره کي مي دالازمه وليده چې داسهاموبازار هم يوه لنډه پيژندنه وکړم ترڅودشرعي څيړني په وخت کي موضوع ښه روښانه وي . په دوهم برخه کي مي داکوشش کړي چې دکمپنۍ شرعي څيړنه وکړم په شرعي څيړنه کي مي په هغي مسايلوباندي تمرکزکړيدي چې يوڅه شرعي مشکل په کي موجودوه دهغوبرخونه مي صرف نظرکړي چې دشرعيت سره په تضاد کي نه وه چې په دي لحاظ سره دوهمه برخه په دوه فصلونوباندي ويشلي ده په لومړي برخه کي مي دکمپنۍ داساسي اواصولي جوړښت دروا والي اوناروا والي په هکله څېړنه کړيده لکه محدودمسئوليت اوقانوني شخصيت اوپه دوهم فصل کي مي دکمپنۍ نوري وړي مسئلي څېړلي دي ددغومسايلودڅيړلولپاره مي دځيني اسلامي علماوودليکنو اوداسلامي ويب سايټونوڅخه کاراخستي.

.

 لړ ليک

١             سريزه ............................................................................. الف

لومړي برخه

٢          کمپنۍ پيژندنه ..................................................................    ١

لومړي فصل

٣          دکمپنۍ مفهوم ..................................................................   ١

٤          دکمپنۍ تعريف .................................................................    ٣

٥          دکمپنۍ مشخصات ...........................................................      ٤

٦          دکمپنۍ اقسام ..................................................................    ٦

٧                ١ - فرماني کمپنۍ ........................................................     ٧

٨                ٢- قانوني کمپنۍ .........................................................     ٨

٩               ٣ - ثبت شوي کمپنۍ ......................................................    ٨

دوهم فصل

١٠       دکمپنۍ جوړښت ...............................................................    ١٢

١١            ١ - دمعرفت مرحله ........................................................      ١٢

١٢           ٢ - دثبت کولومرحله .......................................................      ١٢

١٣           ٣  - دقبليدومرحله ..........................................................     ١٣

١٤            ٤ - دکاروباردشروع کيدومرحله .......................................           ١٣

١٥       دکمپنۍ اداري جوړښت ......................................................      ١٤

دريم فصل

١٦       دکمپنۍ پانګه ...................................................................   ١٦

١٧       دسرمايي اقسام .................................................................    ١٦

١٨       دکمپنۍ اسهام ..................................................................   ٢٠

١٩       داسهامو فطرت .................................................................     ٢٠

٢٠       داسهاموډولونه ..................................................................     ٢١

څلورم فصل

٢١       دکمپنۍ دتمويل لاري چاري .................................................     ٢٤

٢٢       I       – خپلنې تمويل...........................................................     ٢٤

٢٣                    دخپلني تمويل منابع ................................................     ٢٥

٢٤       II    - پردي تمويل..............................................................     ٢٦

٢٥                ١ - دکمپنۍ تمويل دمختلفو سندونودوي......................  ٢٦

٢٦                       سکوک (اسلامي بانډونه ) .......................................        ٢٨

٢٧                ٢ - دکمپنۍ تمويل داجاري له لار...................................        ٢٩

٢٨       دونډوبازار ........................................................................    ٣١

٢٩       دونډوحاضري اوغايبي سوداوي ...........................................          ٣٣

دوهمه برخه

٣٠       دکمپنۍ شرعي څيړنه .........................................................     ٣٦

اول فصل

٣١       دکمپنۍ داساسي اواصولي جوړښت شرعي څي....................... ٣٦

٣٢       په شريعت کي دقانوني شخصيت څيړنه .................................          ٣٧

٣٣       دمحدودمسئوليت شرعي څيړنه ..................................          ٣٩

دوهم فصل

٣٤       دکمپنۍ دځينووړومسئلوشرعي څيړنه .................................. ٤٣

٣٥       ضمانت پاڼي ته شرعي کتنه .................................................       ٤٣

٣٦       دونډودراکړي ورکړي شرعي اړخ ته کتنه ................................ ٤٥

٣٧       دونډواخستواوخرڅلاوشرطونه .............................................          ٤٦

٣٨       دونډوسوداګري .................................................................     ٥١

٣٩       دونډوزکات ......................................................................     ٥٦

٤٠       نتيجه ګيري ......................................................................   ٦٠

٤١       وړانديزونه ........................................................................    ٦١

٤٢       مآخذونه ...........................................................................  ٦٢

 

ماخذ

١- حســــــيــــن خــــــــــــادم اصــــــــول تــــــجــــارت ومنــــجــــــمــــــنـــــټ لاهــور(٢٠٠٤) م کــــال

٢- نــــاصــــرمـحــــمــــــدســــــــــعــيــــــدIntroduction to Business لاهــــــور (٢٠٠٨)م کـــال

٣- نــــجــيـمـي بشــيـرالــلــه دمعـاصراســـــلامي اقتـصــادپـــيژندنه  پيښـــور (٢٠٠٦) م کـال

٤- عــــــثــــمـــــانـــي مـــحـمـدتـقـــــي اســــــلام اونـــوي اقتــــصــــــــاد پيښــور (٢٠٠٥)م کـــال

٥-مــــــالــــــي منــــــجـمـنـټ لــکچـــرنــــــوټ ننــګرهـــــاراســـلامـي پـوهـــنتـون (٢٠٠٨) م کال

٦- تــــــمـــويـل تـــــــيــوري لــکچـــرنــــــوټ ننــګرهـــــاراســـلامـي پـوهـــنتـون (٢٠٠٧) م کال

٧- انټرنيټ WWW.Islam.web.com

٨-انټرنيټ WWW.Parsian.web.com

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059